ناټو دې د افغانستان شرایطو په کتو پریکړه وکړي

ناټو دې د افغانستان شرایطو په کتو پریکړه وکړي


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 858

د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو دغونډې په درشل کې د ملي امنیت شورا وايي هیله لري چې د ناټو دفاع وزیران د افغانستان واقعیتونو او شرایطو ته په کتو پریکړه وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي د افغانستان د امنیت ټینګښت د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی او دغه ځواکونه له ترهګرۍ سره مبارزه کې اغیزمن رول لري.

اندړ زیاته کړه چې د ناټو له دفاع وزیرانو د افغانستان هیله دا ده چې د افغانستان واقعیتونو او شرایطو ته په کتو پریکړه وکړي.

د نوموړي په وینا له امریکا سره د افغانستان تړون پر ځای دی او له ترهګرۍ سره مبارزه ددې تړون له لومړیتوبونو څخه ده.

له دې سره د طالبانو د قطر دفتر سیاسي مرستیال او رییس ملا عبدالغني برادر د امریکا خلکو ته یو لیک لیکلی چې د د امریکا حکومت د دوحې تړون بشپړ عملي کیدو ته ژمن پاتې شي.