پښتو ژبه او زمونږ مسؤولیتونه

پښتو ژبه او زمونږ مسؤولیتونه


  • 3 کاله دمخه (16/02/2021)
  • اجمل ښکلی
  • 1789

يوه ځوان راته ويل، چې پر داسې يوه ګرامر کار کوي، چې پښتو دري ژبو ته اسانه کړي. د نوموړي په اند، پښتو يوه پېچلې ژبه ده. يوه کورنۍ پېژنم، چې پښتنه ورکره راواده شوې؛ خو بچي يې دري وايي. يوه بله دري ژبې چې پښتنو کره واده شوې، هم بچي يې دري وايي. يوه پښتانه استاد ته مې په رسمي غونډه کې ويل، ولې پښتو نه وايې؟ ويل يې؛ ځکه چې دري ژبو ته به متعصب ښکاره شم.

دا درېواړه بېلګې د غالبې ژبې ځانګړنې دي. فرهنګي غلبه معقوليت ته چندان اړتيا نه ويني، ګنې په پاسنيو درېواړو بېلګو کې نه انصاف شته او نه معقوليت. په لومړۍ بېلګه کې دا خبره د ژبپوهنې د آرونو له مخې ناسمه ده. پښتو ښايي تر انګليسي دري ژبو ته سخت نه وي، ځکه چې مشترک فرهنګ او ګډ اړخونه لري؛ خو بيا هم دري ژبي تر پښتو انګليسي ته اهميت ورکوي. که د پېچلتيا خبره وي، ښايي د پښتو ګرامر تر ډېرو ژبو ساده وي؛ خو څرنګه چې په دري کې جنسيت، حالت او يوه نيمه بله مساله نشته او څرنګه چې دري ژبو ويلي، چې پښتو سخته ده، موږ هم منلې، چې پښتو سخته ده او دا راته وايي، چې غالب فرهنګ څرنګه د خلکو سترګو ته خاوري ورشيندي.

دويمه بېلګه کې وينو، چې غالبه ژبه د کور ورونه هم ماتوي او د کورنۍ غړي د دوو ژبو په غوراوي کې هغې ژبې ته شعوري ناشعوري لومړيتوب ورکوي، چې د رسمياتو او تعامل ژبه وي او د ويناوال حيثيت ورسره لوړېږي.

درېيمه بېلګه کې ښيي، چې په غالبه ژبه خبرې کول او مهارت پکې ښودل خوند لري او ويناوال غواړي، چې اورېدونکو ته مستعد ښکاره شي، ګنې که همدا وړتيا په پښتو کې وښيي، څوک ورته نه متوجه کېږي.

څرنګه چې غالبه ژبه د خبرو اترو لپاره عامه وي، خبرې نه کول پرې تعصب ښيي. په افغانستان کې که په يوه ناسته کې شل پښتانه وي، دري ژبی مکلف نه دی، چي پښتو ووايي؛ خو دا شل ورسره دري وايي. پرخلاف که په يوه رسمي ناسته کې څوک پښتو وايي، د متعصب ټاپه پرې لګېږي؛ خو دري ژبی که ټکی پښتو نه وايي، متعصب نه دی.

که څه هم د اساسي قانون له مخې دواړه رسمي ژبې دي؛ خو د غالبې دري فرهنګ د تعصب له دې ناسم ډول ذهنيت سره مرسته کړې.

تعصب څه دی؟ که موږ د يوې ژبې حق بلې ژبې ته ورکړو يا ترې کرکه وکړو او تر خپلې ژبې يې سپکه وګڼو؛ نو تعصب کوو؛ خو که په خپله ژبه خبرې کوو او بل ته هم حق ورکوو، چې خپله ژبه ووايي او وليکي، تعصب نه کوو.

د تعصب د دې ناسم ذهنيت د ختمولو اسانه لار ده، چې له خپل قانوني حقه استفاده وکړو، خپله ژبه ووايو او وليکو. په اصل کې د تعصب په دې ناسم ذهنيت کې دري ژبي نه، موږ ګرم يو. موږ له خپلې ژبې سره د ميرې چلن کړی او دري ژبو ته مو دا ذهنيت ورکړی، چې پښتانه خو په دري پوهېږي؛ نو که پښتو وايي، تعصب کوي. په مقابل کې دري ژبی چارواکی مکلف نه دی، چې پښتو زده کړي.

يوه بېلګه به د پښتونخوا هم وړاندې کړم. دا خاطره ما مخکې هم ليکلې وه. د ورور ټولګيوال مې له کلي نه پېښور ښار ته د خپل موبايل د ثبتولو لپاره راغلی و، د موبايل په نمايندګۍ کې يوه اردو ژبې ناسته وه. هغې زما د ورور ټولګيوال ته ويل، ګوته دې په ماشين کېږده، خو دی په اردو نه پوهېده. ګوته يې وخوځېده، تر دې چې په نمايندګۍ کې ناسته ښځه ورته غوسه شوه. که په دې نمايندګۍ کې ناستې مېرمن پښتو ويلای، زما د ورور ټولګيوال به د کمترۍ احساس نه کاوه او داسې به يې ګوته نه خوځېده. د خپلې ژبې له غلبې سره د برترۍ احساس او جرات تړلی.

په افغانستان او پښتونخوا کې د کمترۍ د احساس او ناسم ذهنيت د ختمولو لپاره بايد جراتمن ګامونه واخلو او بدل يې کړو.

پښتو هله د دري سيالېدای شي، چې د دري غوندې په يوه اړتيا واوړي. په اړتيا يې درې سرچينې اړولای شي:

– دولت: مکلف دی، چې د دواړو ژبو انډول رامنځته کړي. د انډول د رامنځته کولو لپاره پر ګڼو غوراويو فکر وکړي.

– رسمي او نارسمي وګړي: پښتانه چارواکي په پښتو ويلو او ليکلو ځان مکلف کړي. څه موده مخکې ولسمشر اشرف غني په ټولو ادارو کې د پښتو او دري د انډول ساتلو حکم وکړ؛ خو دا حکم به تر هغې مازې د کاغذه پاڼه وي، چې پښتانه چارواکي ترې استفاده و نه کړي. هر پښتون که په هر رسمي مقام کې دی، حق او مکلفيت لري، چې عريضه، استعلام، مکتوب، فورمه، رقعه، سندونه او ټول رسمي اسناد په پښتو وليکي او د قانون له ځواکه په استفاده وېره لرې وغورځوي. داسې به هر دولتي مامور مکلف شي، چې پښتو زده کړي، چې په پښتو عريضه، مکتوب او … پوه شي. همداسي عام پښتانه په پښتو ويلو او ليکلو ځان مکلف کړي او له دري ژبو سره په پښتو خبرې وکړي، چې هغوی يې زده کړي.

– علمي مرکزونه: د ژبې زده کړه هله په اړتيا اوړي، چې علم پکې موجود وي. دري ژبي چې په خپله ژبه تر پښتو ډېر علمي مواد لري، د پښتو زده کړې ته اړتيا نه لري. په دې لړ کې پښتانه مکلف دي، چې پښتو په هر ډول آثارو بډايه کړي. د علومو اکاډمۍ او پوهنتونونو دنده د علم توليد دی، موږ څومره علم توليد کړی، چې دري ژبي يې لوست ته اړ وځي؟ دا پوښتنه بايد حل کړو. د پښتو ادبياتو په اړه د زياتره دري ژبو ذهنيت دا دی، چې په پښتو کې هېڅ ادبيات نشته. زموږ استادان پکار ده، چې د پښتو په اړه د محصلانو دا ناسم ذهنيت له منځه يوسي؛ خو يوه ژبه يوازې په ادبياتو نه شل کېږي، پکار ده، چې د هر علم آثار پکې موجود وي. د ساينسي علومو يوه پښتون استاد وږمې مجلې ته په دري ليکنه کړې وه. ما ويل، ولې په پښتو. ويل يې پښتو هغسې نشم ليکلای لکه دري. په اصل کې دا هم يو ورخم او پلمه ده. هر څوک په مورنۍ ژبه تر بلې هرې ژبې ښه ليکنه کولای شي. په پښتو د علم د توليد اسانه لار دا ده، چې هر پښتون څېړونکی او ليکوال خپلې نارسمي او رسمي څېړنيزې ليکنې، مونوګراف، تېزس او دکتورا په پښتو وليکي؛ نو که ښه اثر وليکي، د درسي  يا مرستيال درسي اثر په توګه يې هر محصل لولي او دا د پښتو د عامولو سره اغېزناکه مرسته کوي.

ژبه د پخوانو د باور پرخلاف مازې د پوهاوي راپوهاوي وسيله نه ده، بلکې د يوه قوم د فرهنګ اساس دی او په دې توګه د ژبې مساله د هويت او سياسي نفوذ مساله ده. د مسلطې ژبې ويناوال ډېر سياسي نفوذ لري او له رواني پلوه ډاډمن او مسلط وي.

له بل پلوه ولس د ځواک سرچينه ده. که ولس او ژبه سره همغږي وي، ملي سياست ته لار هوارېږي او هغه قوم په سياسي ډګر کې بريالی کېږي. ښاغلي امجد شهزاد په پښتونخوا کې د لوحو د پښتو کولو چاره پيل کړې، چې په سرو زرو د تللو ده. د دې يوه ګټه د ژبې عامول او بله ګټه يې د ولس راويښول دي. په پښتونخوا کې خلک خپلې مورنۍ ژبې ته د پاتې او داسې ژبې په سترګه ګوري، چې په خپلولو يې انسان له علم او ځواکه بې برخې کېږي؛ نو هلته د لوحو په بدلولو ولس متوجه کولای شو، چې په خپلو مورنۍ ژبه کې د سوداګرۍ، علم او زده کړې ډېر امکانات دي. د پښتونخوا له ملګرو زما هيله دا ده، چې په دې برخه کې د امجد شهزاد هر ډول لاسنيوی وکړي او په افغانستان کې هم زما له پښتنو دوکاندارانو دا غوښتنه ده، چې که يې د دوکانونو لوحې او ليکنۍ چارې پښتو نه وي، پښتو دې يې کړي. موږ ورسره د هر ډول رسمي او نارسمي اسنادو په ژباړه کې مرسته کوو. که مو خپلې ژبې ته په درنه سترګه وکتل، سياست به هم وګټئ او وطن هم.