ملابرادر امريکا ته پرانستی ليک ليکلی چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شئ، مونږ د ښځو حقونو او د بيان ازادۍ ته ژمن يو.
دا ليک نهايت عذر خواهانه ليکل شوی چې د دوی د تېر کال د کاذب غرور برخلاف طالبان په کمزوري موقف کې دي. عقل که نباشد جان در عذاب. د سولې څومره لوی فرصت چې طالبانو په لغته وواهه او لا هم اخته دي هيڅ نوع انعطاف یې سولې ته نه دی ښودلی برعکس له ټولې نړۍ او حتا له خپل ولس څخه د تسليمۍ غوښتنه کوي، هغه څه دي چې طالبانو ته به نه جبرانېدونکی تاوان واړوي. سوله د قربانۍ، د يو بل منلو او انعطاف نوم دی. خو طالبانو د سولې په ټوله پروسه کې هيڅ نوع قرباني نه ده ورکړې او له هيڅ نه دي تېر شوي. دوی لا هم فکر کوي چې دا جګړه ګټونکی لري او دوی به یې ګټي. دوی د ښځو د حقونو او د بيان د ازادۍ ژمنې کوي. تر واک لاندې سيمو کې کولی شي د نجونو د یوې فعالې ليسې، ښوونځي، پوهنتون نمونه وړاندې کړي؟ د بيان ازادۍ خو دغه حال دی چې اکثريت هغه ليکوالان، مبصرين، عالمان او قومي مشران دوی شهيدان کړل چې د دوی کړنې یې نقدولې. نه پوهېږم دوی نړۍ ته د څه باور ورکولی شي؟ څه تضمين وجود لري؟ د طالبانو ضامن به څوک وي؟ څوک دي چې طالبان په رسميت پېژني؟ يوازې يو هېواد شته؟ يوازې يو؟ حتا همدا پاکستان دوی په رسميت نه پېژني. له ملګرتيا یې انکار کوي او ځان ته یې شرم بولي، خو له مجبورۍ یې ساتي چې بل داسې څوک نشي مونده افغانستان ورته وران کړي.
ښاغليو طالبانو!
د سولې نهايت طلايي فرصت را منځته شوی. که رښتيا د بهرنيانو د وتلو موضوع درته تر واک مهمه وي، له حکومت سره خبرو ته کېنئ. امريکايان به ووځي. په کور دننه مسايل به حل شي، نن، سبا، بله ورځ. خو هغه روش چې تاسې خپل کړئ په تاريخي لحاظ به د ډېرې لویې بدنامۍ سره مخ شئ. دا جګړه ګټونکی نه لري. د تېرو شلو کالو ساده فورمول همدا و، چې که يو عسکر وژل کېږي، درې تنه ستاسې غځېدلي وي. مکوئ، په ځان هم ژوند مه حراموئ. په مونږ یې هم په زهرو مه لړئ.