سولې ته د رسیدو لار خبرې دي نه جګړه

سولې ته د رسیدو لار خبرې دي نه جګړه


  • 3 کاله دمخه (17/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 950

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او ملکي وګړو په هدفي وژنو څوک واک ته نشي رسیدی.

عبدالله عبدالله وویل په وروستیو کې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو هدفي وژنې زیاتې شوي او په وینا یې که څوک فکر کوي چې د بې ګناه خلکو په وژلو سره خپله پیاوړتیا ښيي دا د حساب وړ تیروتنه ده او سولې ته لاره سختوي.

د مصالحې عالي شورا رییس وایي د بې ګنا خلکو وژل له هر پلوه د غندلو دي او ټینګار یې وکړ چې افغانستان له حساس پړاو څخه د تیریدو په حال کې ده او د بشري حقونو بنسټونه باید خپلې چارې په جدیت سره پر مخ یوسي.

د نوموړي په وینا په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې یو د جګړې له عواملو څخه دي.

نوموړي دغه زار وویل افغانستان کې د  کړکېچ د ختمولو لپاره موقت حکومت د حل لاره نه ده او د موقت حکومت پر ځای دې پر یوې داسې ټولشموله جامع حل لارې هوکړه وشي، چې ټولو خواوو ته د منلو وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د رپوټ له مخې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وروسته په هیواد کې ۱۱ خبریالان او د بشري حقونو فعالان وژل شوي او دا شمیره په تیرو دوه کلونو کې ۶۵ تنو ته رسیږي.