د ملي امنیت ریاست وايي د طالبانو د ډلې هغه غړی یې نیولی چې غوښتل یې د لوګر مرستیاله والي رابعه ستانکزۍ او یو شمیر نور سیمه ییز چارواکي ترور کړي.
د ملي امنیت ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوی کس مصباح الله نومیږي او د لوګر په یو درملتون کې یې د فارمسسټ په توګه د ماینونو د ځای پر ځای کولو او دغه راز د دولتي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د ترور مسوولیت پر غاړه درلود.
خبرپاڼه زیاتوي چې مصباح الله هڅه کوله په لنډ وخت کې د لوګر مرستیاله والي رابعه ستانکزۍ، د پولیسو یو قوماندان او دغه راز د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان ترور کړي.
د خبرپاڼې له مخې نوموړی خپل هدف ته تر رسیدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له خوا پیژندل شوی او د ځانګړو عملیاتو په لړ کې نیول شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.