د دغه ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یادې ډلې ۱۸ غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یادې ډلې ۱۸ غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


  • 3 کاله دمخه (18/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1225

د ملي امنیت ۰۳ قطعه وایي، چې تېره ورځ دغو ځواکونو د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.

 

دغو ځواکونو په یو خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاینده، حاجي بسم الله او د لوې هديرې په کليو د هاوان انداختونه ترسره کړي، چې په خبره یې ٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ١۱ نور غړي ټپیان دي.

 

 

دغو ځواکونو زیاته کړې، چې د عملیات پر مهال د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي او دوی پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

 

د ملي امنیت ۰۳ قطعې همدارنګه ویلي، چې د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې به د یادو ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري.

 

بل لورته په همدې تړاو بیا د وسله والو طالبانو کوم غبرګون نه څرګند شوی.

 

د یادولو ده، چې په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت هم د یاد ولایت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو خبره کوي او د چارواکو په وینا، چې پر مهال یې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او ټپیان دي.