۲۴ ساعتونو کې ۹۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۴ ساعتونو کې ۹۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 3 کاله دمخه (18/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1200

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په  درې ولایتونو زابل، کندهار او غور کې ۷۶ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

له ملي دفاع وزارت  څخه په څو جلا خبرپاڼو کې راغلي، د ۲۴ ساعتونو په موده کې د افغان ځواکونو له لوري  په زابل کې  ۲۸ ، په کندهار کې ۳۸ اوهمدا راز په غور کې ۱۰  طالبان وژل شوي.

سرچېنه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو له لوري د یادو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي  ۷۸ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ هم د هېواد کې په ۲ ولایتونو کې شاوخوا ۳۰ تنه طالبان وژل شوي وو.