سوله لومړیتوب دی؛ ناټو د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه بل وخت پرېکړه کوي.

سوله لومړیتوب دی؛ ناټو د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه بل وخت پرېکړه کوي.


  • 3 کاله دمخه (19/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1032

د ناټو عمومي سر منشي، ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې یو وار بیا افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د حضور په اړه ویلي، چې دوی به شرایطو ته په کتو پرېکړه کوي.

 

ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د ناټو متحدینو تر دې مهاله د خپلو د ځواکونو په اړه یې پرېکړه نهایي نه ده او په خبره یې دوی به له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې او د دوی روزنې ته دوام ورکړي.

 

نوموړي همدارنګه ویلي، چې افغانستان کې جګړې د ختمولو لپاره سوله ښه یو فرصت دی، خو د سولې خبرې ستونزو سره مخ دي او پرمختګ نه لري.

 

هغه له طالبانو غوښتي، چې د سولې لپاره د خبرو مېز ته راستانه شي، تاوتریخوالی راکم کړي او له نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو او ملاتړ پرې کولو ژمنې عملي کړي.

 

هغه زیاته کړې، چې ناټو د افغانستان وضعیت خپلو سرتېرو، استخباراتو او افغان ځواکونو په مرسته له نږدې څاري.