امریکا  د افغانستان په اړه له ناټو سره مشورې کوي.

امریکا د افغانستان په اړه له ناټو سره مشورې کوي.


  • 3 کاله دمخه (20/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1391

د امریکا ولسمشر جو بایډن د مونیخ کنفرانس ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د اوږدې لسیزې جګړې پای ته رسولو لپاره له ډیپلوماټیکې پروسې ملاتړ کوي.

 

نوموړي ویلي، امریکا ژمنه ده، چې دوی به د افغانستان د راون وضعیت او د مخکې تلو په اړه، له اروپایي هېوادونو سره له نږدې سلا مشوره کوي.

 

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین هم د ناټو دفاع وزیرانو غونډې کې یادونه کړې وه، چې په وینا یې دوی له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه لري او دوی به د شرایطو په سمېدو دا پرېکړه کوي.

 

جو بایډن زیاته کړې، چې واشنګټن د اوږدې شل کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته ژمنه ده.

 

تر دې دمخه د ناټو عمومي سر منشي، ینس سټولټنبرګ هم  ویلي و، چې دوی به له افغانستانه د خپلو ځواکونو اېستل د شرایطو په سمېدو سره کوي.

 

هغه له طالبانو غوښتي، چې د سولې لپاره د خبرو مېز ته راستانه شي، تاوتریخوالی راکم کړي او له نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو او ملاتړ پرې کولو ژمنې عملي کړي.