نن سهار کابل کې د دوه پرله پسې چاودنو له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کابل امنیتي مسوولین وایي لومړۍ چاودنه د شپږمې ناحیې اړوند دارالامان پر سړک پر یو کرولا موټر شوې چې له امله یې دوه تنه ټپيان شوي.
دویمه چاودنه د څلورمې ناحیې اړوند کارته پروان سیمه کې پر یو کرولا موټر شوې او له امله یې دوه تنه وژل شوي.
د مسوولینو په وینا دغه دواړه چاودنې د مقناطيسي ماینونو له امله رامنځته شوي خو د قربانیانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.
ددغو چاودنو پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.