د پاکستان سفیر: امریکا دې له طالبانو سره مشورې وکړي.

د پاکستان سفیر: امریکا دې له طالبانو سره مشورې وکړي.


  • 3 کاله دمخه (20/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1041

امریکا دې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه یو اړخیزه پرېکړه نه کوي.

 وروسته له هغې چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو موده وځنډوله ، اوس پاکستان وایي امریکا دې افغانستان کې د پاتې کېدو په تړاو له طالبانو سره مشورې وکړي.

امریکا کې د پاکستان سفیر، اسد مجید خان ویلي چې امریکایان دې یو اړخیزه پرېکړه نه کوي او افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو مودې د غځېدو په اړه دې له طالبانو سره سلا مشورې وکړي.

تر دې وړاندې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي، هم له امریکا غوښتي و، چې له طالبانو سره د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.