د عدلیې وزیر نیمروز ولایت ته د سفر پر مهال وویل که د انساني قاچاق او کډوالو د قاچاق مخه ونه نیول شي په بیلابیلو برخو کې به بندیزونه ولګول شي.
عدلیې وزیر فضل احمد معنوي وايي امریکا پر هغو هیوادونو چې د انساني قاچاق کچه پکې لوړه ده په بیلابیلو برخو کې بندیزونه لګوي چې دا به د هیواد د اقتصادي او سیاسي وضعیت د لا خرابیدو لامل شي.
معنوي د انساني قاچاق د وضعیت ارزولو لپاره یاد ولایت ته سفر کړی او وايي چې انساني قاچاق او کډوالي یوه نړیواله ستونزه ده او افغان حکومت له انساني قاچاق او کډوالۍ څخه د مخنیوي لپاره یو کمیسیون رامنځته کړی څو په دې برخه کې کار وکړي.
نوموړي د نمیروز له مسوولینو وغوښتل چې په دې برخه کې جدي او پریکنده چلند وکړي.