د ټرافکیو او ګمرک ریاست لس تنه کار کوونکي د اختلاس په تور ونیول شول.

د ټرافکیو او ګمرک ریاست لس تنه کار کوونکي د اختلاس په تور ونیول شول.


  • 3 کاله دمخه (20/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1151

د ګمرک او ترافیک ریاستونو لس تنه کارکوونکي د اختلاس او له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو ونیول شول.

 

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ګمرک او د کابل ښار د ترافیک ریاستونو لس تنه کارکوونکي د اداري او مالي فساد قضیو په تړاو نیولي دي.

 

دغه وزارت ویلي، چې په یادو لسو تنو د پيسو اختلاس، غیرقانوني باج اخیستنې او همدارنګه له دندې د ناوړه ګټه اخیستنې عمده تورونه دي.

 

دغه وزارت زیاته کړې، چې دا لس تنه د ترانسپورتي شرکتونو له څښتنو سره د کورنیو چارو د وزیر تر کتنې وروسته نیول شوي دي.

 

یاده کتنه د روان کال د سلواغې په دېرشمه نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، چې پکې د کورنیو چارو وزیر د ټرانسپورتي شرکتونو موټر چلونکو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړ.