د بودا په اړه تاريخ پوهان اختلاف لري. ځينې يې حتا وايي بودا پيغمبر و. هغه له ميلاد نه کابو ۵۹۹ پنځه سوه نهه نوي کاله پخوا تېر شوی. خلکو ته يې د رحم، عاطفې، مرستې، انکسارۍ، زغم او مينې درس ورکاوه.
کله کله وايم هسې نه له دې بې حافظې ملته ان د طالب وحشتونه او له دې خاورې سره کړی خيانت هېر شي. بيا وايم ځه که لږ عقل هم پکې وي، که لږ يې هم حافظه کار وکړي ممکن د بودا نړېدلې مجسمه او د دې خاورې د یو شهيد ولسمشر په وينو لړلی، په دار ځړېدلی بدن ور په ياد شي. ممکن کرکه يې بيا را وپارېږي. اقلا دومره انسانيت ولري چې د طالب په ټوله ماضي لاړې تو کړي.
د بودا مجسمه د افغانستان د تاريخ لوی باب و. دا زمونږ د تهذيب او تمدن لويه نښه وه. دې يوې مجسمې نړۍ ته دا څرګند پيغام ورکولی شو چې مونږ په تاريخي او تمدني لحاظ غني ملت يو. مونږ له ډېر پخوا انساني ژوند درلود او داسې هستۍ مو درلودې چې انساني لارښوونې يې کولې. د مينې او زغم کلتور ته يې وده ورکوله. د اسلام د ظهور يو علت دا ګڼل کېږي چې نورو ټولو مذهبونو انحرافي شکل غوره کړی و. يو له هغې څخه يې هم شايد بودايزم و چې د بودا د لارښوونو برعکس يې د بودا بتانو ته سجدې کول پيل کړل.
خبره مې رښتيا د طالبانو د ظلم او خيانت کوله. پاکستاني قاضي حسين احمد مشوره ورکړه او سمېع الحق ورته د حقانيې دارلعلوم په پرنټر فتوا چاپ کړه. طالبانو ته يې د ابراهيم خليل الله د سنت ژوندي کولو او د سلطان محمود غزنوي د بت شکن غوړ غوړ لقبونه ورکړل. بې مغزه، بې فکره او له دور اندېشۍ خلاص طالب را شروع شو زر ۱۰۰۰ ټنه بارود يې د بودا په مجسمه وکارول. زمونږ د تاريخ لوی څلي يې ړنګ کړل او مونږ يې له يوې غني لرغونې اثاثې محروم کړو. دا بيا بېله خبره ده چې همدې خره طالب په بې ضرره، دنګ قامته او غلي ولاړ بودا ۱۰۰۰ ټنه بارود استعمال کړل، خو يو کال پس يې بيا د امريکا سره د جګړې لپاره يو کارتوس نه درلود. حتا هماغه سميع الحق د خپلې مدرسې په ليليو کې نه پرېښودل او د خور، مور، ماينې ښکنځلې يې ورته کولې. چې وځئ مونږ اوس په غم مه لړئ.
طالب چې په موټر سايکل راغلی و، په موټر سايکل وتښتېد. ملت یې بې ياره مددګاره د خدای هيلې ته پرېښود. تر ټولو مخکې یې اميرالمومنين کډه بار کړې وه. لوټه او کوټه یې دواړه تري تم شو. څه عجيبه ډرامه وه، څومره ښه ليکوال يې و، څومره ښه يې ډيزاين کړې وه او څومره ارزانه ممثلين يې موندلي و. مولوي کبير يې د بورډ په تاج اباد کې واړول، مسلم حقاني يې هريپور کې دېره شو، حقاني برادرز په مانسهره او هريپور کې هايبرنېټ شول او ملامتقي يې د پيرسباق له پيرعبدالسلام سره دېره شو. له ډاره یې غرې ته بړستنې نه ټينګېدې. که به دې ور غږ کړ چې ملا صاحب!! کنځا به یې درته کوله چې غلی شه، پلار به دې ملا وي. زه ملا نه يم. دا خو دې د جنرال مشرف خانه خرابه شي، چې لومړی یې دغه کړل بيا یې بېرته را پورته کړل. نور یې هم داړه ماران ځنې جوړ کړل. مخکې یې بتان نړول بيا چې مست شو، دنګ دنګ انسانان یې چپه کول. دا لړۍ لا روانه ده.
جالبه يې بيا دا وه چې له دې لوی خيانت وروسته ړوند مشرملا صيب راولګېد ۱۰۰ غويان يې د دې لپاره په خپل فرمان حلال کړل چې که خدای بښنه ورته وکړي ولې يې د بودا مجسمه ناوخته نړولې. سړی حيران شي، په ټول امارت کې دومره هوښيار نه و چې ورته ووايي چې د بت شکن محمود غزنوي زويه، نو پلار دې خپله ولې دا بت نه نړاوه چې په سومنات پسې يې منډې وهلې؟ خو ړوند و نو، يوه ړانده رهبر به د دې ملت د تاريخ عظمت څه ليدلی وای؟
خبره مې دا کوله چې نن له دوحې ملا نعيم را لګېدلی او د افغانستان د لرغونو اثارو د حفاظت لاپه یې ويشتلې. بي بي سي چې حکمتيار صاحب به ورته شيطانه راديو ويله، ځانګړی راپور پرې جوړ کړی. حکمتيار صاحب که په ژوند يوه سمه خبره کړې وي، هغه به همدا خبره وي. کنه د طالب یې رښتيا د لرغونو اثارو له ساتنې سره څه؟ د انسانانو وژل و دروئ، د بتانو حساب به بيا کوو.