د انصاف او عدالت غوښتنه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • د ننګرهار او دره نور د خلکو له پلوه
  • 1280

سم الله الرحمن الرحیم
د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي او منشی قاضی خان محمد(ملک بابا) دشهادت د قضیی په اړه د انصاف او عدالت غوښتنه

د ننګرهار ولایت د ولایتی شورا غړی او منشی قاضی خان محمد د دره نور د ولسوالی د قلعه شاهی د سیمی مخور او قومی مشر ملک با با لمسی دی، چه د ۱۳۸۷لمریز کال د دلوی د میاشتی په ۱۹ ( د فبروری ۷ مه- ۲۰۰۹) نېټه د دوو تنو اجرتی قاتلانو له خوا په شهادت ورسول شو.

د نوموړی قاتلان هم د تیښتی په حالت کی ووژل شول، خو هغه څوک چی د ارواښاد قاضی خان محمد د وژنی شوم پلان يی جوړ کړی او پر دغو دوو کسانو یی په عمل کی پلی کړ، اوس هم ازاد گرځی . موږ ددغو خلکو د ژرترژره نیولواو له قانون سره سم یی د محاکمه کولو غوښتنه کوو.

د اتهام بیلا بیل شواهد، چی اوس د دولتی چارواکو په لاس ورغلی،ددی څرګندویی کوی چی د سیمی مشهور ټوپک سالار او بی قانونه وسله وال قوماندان ګل کریم ددې وژنی دسیسه جوړه کړې او بیا یې د دوو اجرتی قا تلانو په وسیله عملی کړی ده.

ددغی قضیې په اړه له پولیسو او استخبارتي ادارو سره ښکاره شواهد شته چې تر مخې یې باید مجرمین د قانون منګولو ته وسپارل شي. کله چې یوه وژنه ترسره کیږي، نو د پولیسو دنده ده چې په سملاسي توګه شکمن کسان د پوښتنو ګرویږنو لپاره ونیسي، تر څو له جرم سره اړونده شواهد راټول کړل شي. که په دی برخه کی له ځنډ څخه کار واخیستل شي، نوهغه ضروري شواهد له منځه ځي .نو ځکه دی ته اړتیا وی چی باید دهغی قضیی په هکله ضروری معلومات سملاسی راټول کړل شی .وروسته بیا که د جرم په اړه شواهد موجود وي نو اتهام لګول کیدلای شي. خو د ارواښاد قاضی صاحب قضیه کې څوک لا تر اوسه د پوښتنو لپاره نه دی توقیف شوی، سره له دې چې د هغو کسانو په اړه ښکاره شواهد موجود دي چې د نوموړې وژنې دسیسه یې جوړه کړې وه.

د دغه جرم هڅوونکي اوس له بیلا بیلو لارو په دې هڅه او لټه کی دی چې د قضایي پروسې مخه بل لوری ته واړوي او له خپلې وسې سره سم داسی لاریې چارې ګوری چې ځان پری له محاکمه کیدلو څخه وژغوري. تر دې مهاله دوی له بندي کیدلو څخه ځان ساتلی، ځکه چې د ولایت په کچه یو څو دولتی لوړ پوړی چارواکي د دوی ننګه او ملاتړ کوی او له محاکمه کیدو یې ژغوری.

سره له دی چی استخباراتي اداره او پولیس د دره نور له خلکواو په ځانګړی توګه د ارواښاد له کورنې او خپلوانو سره همکاري کوي چی قضایي پروسه پرمخ ولاړه شي ،خو له بده مرغه په ولایتی لوړه سطحه ځینې دولتی چارواکي په جلال اباد کې د دوی د هڅو په وړاندی خنډونه او ځنډونه را مینځته کوی.

شواهد

د قضیې د ثبوت له پاره ډیر څرګند شواهد په لاس کی شته چې ځینی یې دلته د نمونی په توګه یادوو:
• د موبایل ټیلفونونه چې له قاتلانو څخه لاس ته راغلي
• ځینی هغه لیکل شوی معلومات چی د قاتلانو په جیبونو کی موجود وو.
• د یو قاتل مور د دسیسې د جوړولو شاهده ده او ددسیسی د اصلی طرحه کوونکی د متهم شخص پر خلاف شخصي شواهد وړاندې کوي. نوموړې ښځه (دقاتل مور) هغه وخت پولیسو ته راغله چې زوی یې (وژونکی) په دغه پیښه کې ووژل شو، او پولیسو او استخبارتي ادارې ته یې خپل بیان وړاندې کړ او هغه دسیسه جوړونکي یې په ډاګه وښوده چې د دې زوی یې د پیسو په مقابل کی د قاضی خان محمد وژلو ته هڅولی وو.
• له دغې مور څخه وروسته د قضیی په اړه نور معلومات هم تر لاسه شول.
• په یوې ویدیویي وینا کې هغه قاتل چې ژوندی نیول شوی، ځایي پولیسو ته د مجرمینو نومونه په څرګنده توګه ښوولي دي.
• داسې نور شاهدان هم شته چې له خان محمد سره دلاری د سفر ملګری او د پیښی پر وخت له هغه سره موجود وو. په دوی کې یو له هغو ساتونکو څخه هم دی چې د تیښتې پر وخت یې پر موټرسایکل سپور یو قاتل په ډزو ټپی کړ.
• په دې برخه کی ځینی نور شواهد هم شته خو پر شاهدانو فشار راوړل کیږي چی له شاهدي ویلو څخه ډډه وکړي.

د شواهدو په رڼا کې موږ د دره نور خلک د مجرمینو د سملاسي نیولو غوښتنه کوو. موږ له دولتی چارواکو څخه په کلکه غواړوچې مجرمین پرته له ځنډه ونیسي او محاکمه یې کړي. مونږ په دی هیله یو چې یوه بشپړه عادلانه محاکمه به ژر تر ژره ترسره شي.

هر هغه څوک چې د دره نور د خلکو له غوښتنی او پریکړی څخه ملاتړ کوي،هغوی په افغانستان کې د عدالت او انصاف غوښتنه کوي. دا به یو ځانګړی او اغیزناک اقدام وي چې د نوموړي هدف د لاسته راوړلو لپاره به په ګډه هڅه او هلی ځلی وکړو. په دی کړنی سره به په نړیواله کچه د افغانستان نوم په هغو هیوادونو کې راشي چې د لاقانونیت په وړاندې مثبت ګامونه اخلي، او له خپل هیواد څخه به د یو بې قانونه ملت نوم لېرې کړي، چې له امله به یې زموږ نړیوال حیثیت او دریځ لاپسې غښتلی اوپیاوړی شي
.
افغانستان نږدې هره ورځ په نړیوالو رسنیو کې یادیږي. پخواني جنګ سالاران او بی قانونه ټوپکوال په هیواد کې د ناامنۍ، بې ثباتۍ او لاقانونیت مسؤولیت پر غاړه لري. دا درې واړه موضوع ګانې زموږ د هیواد حیثیت په ملی ، سیمه ییزه او نړیواله کچه کمزورې کوي.

مونږ د ننګرهار او دره نور خلک په دې باور یو چې اوس هغه وخت رارسیدلی چې ټول په یو ځای پاڅو اوددغه ناوړه عمل مرتکبین د قانون منګولو ته وسپارو.

د دره نور خلک له جلالتماب رئیس جمهور، عدلی او قضایی چارواکو،پارلمان ، د ننگرهار ولایت له مقام ، د بشری حقونو سازمانونواو نړیوالی ټولنی څخه هیله او په کلکه غوښتنه کوي چې:

• په سملاسي توګه دی هغه کسان ونیول او محاکمه کړای شي چې دقاضی خان محمد د وژلو او شهادت رسولو دسیسه یې جوړه کړې وه.
• یوه بشپړه محاکمه دی د شواهدوپر بنسټ دقضائی او عدلی چارواکو له خوا تر سره شی.
• هڅه دی وشي چې د محکمې پروسه د فاسدو چارواکو له پلوه د خنډ او ځنډ سره مخ نشي.

دننګرهاراو دره نور قانون پالونکی خلک به تر هغه په آرام کښېننی تر څو هغه خلک محاکمه اود خپلو اعمالو په سزا ونه رسول شی چې زموږمنتخب وکیل او قومی مشر ارواښاد قاضی خان محمد د وژلو او په شهادت رسولو شومه توطئه یی جوړه کړی او عملی کړې ده.

د ارواښاد شهید قاضی خان محمد په یاد

ارواښاد خان محمد نوم به تل لپاره د یو ښه مرستندوی اود هیواد د خلکو اولسی او ملی سپیڅلی خدمتګار په توګه د خلکو په زړونو او خاطرو کی پاتی وی ، یو داسې شخص چې جذابیت یې درلود او د پوهې خاوند وو. هغه پخپله هم یو یتیم وو او له خپل ټاټوبی څخه د تللو او په پاکستان کې د مهاجرینو په کیمپونو کې د ژوند تیرولو ټولې ستونزې یې لیدلې وې نو له همدې کبله د خپلو خلکو پر ټولو ستونزو ښه پوهیده. د هغه له شهادت وروسته چې له هر هغه چا سره چې نوموړی یې پیژندلو خبرې شوي ، داسې بريښي چې له ده سره یې ځانګړې اړیکې درلودې. هر څومره چې د ده په اړه فکر کوو نو دا باور راپیدا کیږی چې ده به هر مشر ته د یو کاکا او بل هر چا ته د یو ورور یا خور په سترګو لیدل. دهر چا خواخوږی دوست او ټول د ده د خپلی یوې پراخې کورنۍ په څیروو.

یو یتیم ماشوم چی په کوچنیوالی کی د خپل پلار له سیوری بی برخی وو، نورو (خپلوانو) د خپل اولاد په څیر را لوی کړ، چی د لیک لوست سن ته ورسید زده کړه یی وکړه اود خپل ټولنیز ژوند له بهیر څخه ډیر څه زده کړل. خو د خلکو مینی، همدردۍ ، خواخوږۍ پکی تر هر څه لومړیتوب درلود او هغه یی د زړه په مینه پا لل او روزله او دی ته سترګی په لاروو چی ددی جوګه شی چی د خلکو خدمت وکړی. او بالاخره هغه ورځ هم را ورسیده او په نه ستړی کیدونکی توګه یی د خلکو خدمت ته ملا و تړله او په دی لار کی دومره مخکی ولاړ چی پخپله سیمه کی یی ساری نه لیدل کیده او دهمدی اخلاص او خلکو ته د خدمت دندی داسی ستر شخصیت ور په برخه کړ چی د کور ،کلی ، سیمی او ان دا چی د ټول ولایت په کچه یی د خلکو زړونو ته لاره وکړه او د ډیر درناوی وړ و ګرځید ډیر ساده ژوند یی درلود او دخلکو خدمت ورته د هر څه نه مقدم او محترم ښکاریده. یوې ښځې داسې وویل ((هغه ساده ژوند تیرولو، یوازې دوه کوټې یې درلودې چې دواړه حتی رنګ شوې هم نه وې او ډیر فرش او ظرف هم پکښې خپاره نه وو چې د ده د ساده او سپیڅلي ژوند ته اشاره کوي)).

د هغه دا هیله وه چې د افغانستان لپاره د یوه نوي او پرمختللي ژوند د راوستلو په هڅواو هلو ځلو کې شامل او فعاله ونډه واخلی. په ژوند کې دی د خپل کار او خلکو ته د خدمت په اړه ډیر جدي و د یو قاضي په توګه هغه د ژوند په هر اړخ کی انصاف په ښه توګه عملي کاوه. ډیرو ځایي خلکو ته اوس هم په یاد دي چې څه ډول نوموړي د هغوی د قضیو او مسایلو د حل کولو لپاره په ډیر اخلاص هر ډول هلې ځلې کولې. د هغه د دندی او دفتر ځینې ملګري قصې کوي چې څه ډول به هغه یوه مسله په داسی غور او احتیاط حل کوله چی په قضیه کې له ټولو خواوو سره پوره انصاف وشي او د چا حق تلف نه شی. دا د حیرانتیا خبره بریښي چې د دره نور خلک اوس د هغو نا قانونه ټوپکسالارانو په وړاندې د ده قضیه په خپل لاس کې اخلي چې ډیر قوي دي او پخوا هم ‌ډول ډول جنایتونه یی کړی.

د دښمنۍ په وړاندې د افغانانو ټینګ هوډ له پوره شهرت څخه برخمن دی.همدی هوډ افغانانوته په ټوله نړۍ کې د یو زړه ور قوم نوم وربخښلی، چې د شوروي غوندې ستر ځواک ته یې ماتې ورکړه.موږ د دره نور خلک هم دهماغه افغانانو اولاد یو او اوس په دی هوډ را پورته شوی یو چی که موږ شوروي ته ماتې ورکولای شو، نو په یقیني توګه هغو هیواد دښمنه عناصرو ته هم ماتې ورکولای شو چې غواړي د فریب او تروریستي اعمالو له لارې زموږمشران ا واولسی خواخوږی خدمتګاران شهیدان کړی او موږ د ویر او ماتم په ټغر کښینوی.

د شهید خان محمد په جنازه کې چی په زرګونو خلک راټول شوي وو، خپل درناوی یې د اوښکو او غمشریکۍ له لارې وړاندې کړ او ددی پیښی د اصلی عاملینو په وړاندی یی ژوره کرکه او نفرت څرګند کړ. د دره نور خلک په دې باور دي چې له دی قوي شواهدو سره سره هم تر اوسه پورې د قاضی صاحب د قتل اصلی عامل جنګسالار ګل کریم محاکمی ته ندی کش شوی.ا و په بیلا بیلو پلمو د ځینو دولتی چارواکو له خوا د هغه د ژغورلو او پرقضیی د خاورو اړولو هڅه کیږی، خو موږ به تر هغه چی د پیښی اصلی عاملین مو د قانون منګولو ته نه وی سپارلی، د هیواد ترلوړی قضایی محکمی موضوع تعقیبوو او په دی اړه به د انصاف او عدالت غوښتنه کوو.

قاضی خان محمد د خپل ژوندانه ۳۸ سپرلی تیر کړی وو چې ووژل شو. پخپله یو یتیم، هغه شاته اووه (۷) بچیان بې له پلاره پریښودل. ددښمن پر ګولۍ له لګیدو وروسته، هغه د خپل ۱۲ کلن زوی په غیږ کې ساه ورکړه. دارواښاد دا لویه هیله چې زوی یې د پولیسو چارواکی شي چی خپلو خلکو ته خدمت او له هر ډول ټولنیز فساد سره په میړانه مبارزه وکړي. ښکاره ده چې د خپل زوی لپاره د هغه دغه تمه د هغو افکارو ژور انعکاس وو چې هغه د خپل هیواد او خلکو د روښانه راتلونکی لپاره په ذهن کی لرل او د زړه په وینه او مینه یی پا لل. آیا خپل هیواد ته په اخلاص او صداقت سره د خدمت کولو همدا بیه ورکول کیږي؟ دا ټوپکسالاران د انسان او انسانیت دښمنان زموږ د هیواد لپاره د ښې او روښانه راتلونکې تمه او همدا راز زموږ د اولادونو لپاره د ښې راتلونکې او سوکالۍ تمه ویجاړوي او پخپلو شومو او کرغیړنو کړنو زموږ هیواد او وګړی د بد مرغی کندی ته ورغورځوی . نو پکار ده چی پر ضد یی په کلک هوډ مبارزه وشی او خلک یی له شره وژغورل شی.

وروستۍ یادونه:
په پای کې غواړو له تاسو څخه مننه وکړو چې زموږ دټول اولس دا رسمي بیانیه مو ولوسته او پدې تمه یو چې په دی لړکی به ستاسو ملاتړهم تر لاسه کړو.

مننه
د ننګرهار او دره نور د خلکو له پلوه