پنجشېر کې مېرمنو ته ۸۰ وړې شنې خونې ورکړل شوې.

پنجشېر کې مېرمنو ته ۸۰ وړې شنې خونې ورکړل شوې.


  • 3 کاله دمخه (21/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1275

د کرنې وزارت وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د پنجشېر ولایت یو شمېر مېرمنو ۸۰ وړې شنې خونې ورکړل شوې.

 

د دغه وزارت چارواکی وایي، چې یادې شنې خونې د یو میلیون او ۶۷۴ زره افغانیو په لګښت ورکړل شوې دي، چې موخه یې دکورنیو خوړو خوندیتوب او د سبو تولید دی.

 

چارواکو زیاته کړې، چې دغه راز سږکال د پنجشېر د عنابې په ولسوالي کې بزګرانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه د ۳۷۵ زره افغانیو په ارزښت یو مرکز هم جوړ شوی ده.