امریکا له افغان حکومت سره مهمې مشورې نه دي کړي.

امریکا له افغان حکومت سره مهمې مشورې نه دي کړي.


  • 3 کاله دمخه (21/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1187

امریکا له طالبانو سره د دوحې په تړون کې مهمې مشورې نه دي کړي.

 

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، امریکا او طالبانو په دوحه کې خپل منځي تړون کړی؛ خو ځېنې هغه مهمې مشورې چې باید افغان حکومت سره شوې وای نه دي شوي.

 

نوموړي ویلي، که د طالبانو سوله له افغان حکومت سره وای؛ نو باید د یاد تړون له ټولو برخو افغان حکومت خبر وای.

 

دی وايي، چې افغان حکومت په دې اړه پخوا هم خپل دریځ روښانه کړی و، چې د دوحې تړون د افغان حکومت د پرېکړو مطلق بنسټ نه دی.

 

په کور دننه او بهر بیا یو شمېر باورونه دا دي، چې له طالبانو سره د امریکا تړون یواځې ولسمشریزو ټاکنو ته د ټرمپ یوکمپاین و او غوښتل یې له خپل ولس سره د افغانستان د جګړې د ختمېدو ژمنه پوره کړي.

 

باید یاده شي، چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت له طالبانو سره د دوحې تړون ته په ارزښت قایل نه دی او یلي یې دي، چې له افغانستان څخه به د شوې هوکړې له مخې خپل سرتيري ونه باسي.