روانه اونۍ هیواد کې د کرونا واکسین پلي کیدل

روانه اونۍ هیواد کې د کرونا واکسین پلي کیدل


  • 3 کاله دمخه (21/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1099

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي ټاکل شوې هیواد کې د کرونا ضد واکسین روانه اونۍ په رسمي ډول پیل شي خو تر اوسه یې د پیل کره نیټه نه ده روښانه شوې.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي ښايي د کرونا واکسین د پلي کیدو لړۍ د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د یو پروګرام په لړ کې له ولسمشرۍ ماڼۍ پیل شي.

افغانستان سره هند د کرونا ضد واکسین ۵۰۰ زره ډوزه ترلاسه کړي او ټاکل شوې ۲۵۰ زره کسانو ته ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا لومړي پړاو کې به روغتیايي مسوولین، امنیتي منسوبین او خبریالان واکسین شي.

د رسمي شمیرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې پر کرونا ویروس له ۵۵ زرو زیات کسان اخته شوي چې له دې ډلې له دوه زره زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.