د پاکستان د پولیسو افسر د نامالومه کسانو له لوري ووژل شو

د پاکستان د پولیسو افسر د نامالومه کسانو له لوري ووژل شو


  • 1 کال دمخه (22/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 517

پاکستانی پولیس افسر په یوه نښته کې ووژل شو.

شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پولیسو افسر له وسله والو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د پاکستان پولیس وايي، چې تېره ورځ یې په شمالي وزیرستان د عملیاتو پر مهال له وسله والو سره نښته رامنځته شوې، چې په کې د پاکستان د پولیسو افسر شهزاد رضا وژل شوی.

که څه هم د پاکستان پولیسو نه ده روښانه کړې، چې جګړه یې له کومې ډلې سره رامنځته شوې؛ خو په یاده سیمه کې اکثره وخت تحریک طالبان پاکستان د یاد پوځ پر وړاندې د خپلې ازادۍ لپاره جنګیږي.

دا په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا ۲۵ پاکستانی نظامي شخص دی، چې په بېلابېلو سرحدي سیو کې وژل کیږي.

په وروستیو کې د پاکستان د پوځ خلاف تحریک طالبان او بلوڅ بېلتونپالې ډلې د خپلې ازادۍ لپاره جګړې شدیدې کړي، چې هره ورځ په کې د پاکستان حکومت ته درانه زیانونه اړوي.