مایکل مک کول: امریکا دې له افغانستان څخه په غیر مسوولانه ډول سرتېرې نه وباسي.

مایکل مک کول: امریکا دې له افغانستان څخه په غیر مسوولانه ډول سرتېرې نه وباسي.


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1150

د امریکا کانګرس غړي وايي، د افغانستان اوسني وضیعت ته په کتو باید امریکا په افغانستان کې پاتي شي، ترڅو د یوې بلې کورنۍ جګړې مخه ونیسي.

 

په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو مشر مایکل مک کول ویلي، په افغانستان کې لاهم خطر موجود دی او کانګرس به له بایډن څخه په کلکه وغواړي، چې د خپلو سرتېرو حضور ته دوام ورکړي.

 

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان یواځې د واک تږي دي او بایډن باید په دې اړه د امریکايي چارواکو مشورې په پام کې ونیسي.

 

د راپورونو په حواله، چې مک کول ویلي، دوی د سولې له روانې پروسې ملاتړي کوي خو نه غواړي، چې امریکا دې له افغانستان څخه په غیر مسؤولانه ډول سرتېري وباسي.

 

د امریکا کانګرس یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره اوونۍ کې د ناټو غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شتون په اړه پرېکړه راتلونکي ته وځنډوله؛ خو امریکا بیا تردې پخوا ویلي و، چې طالبان ورسره د دوحې په هوکړه کې پاتې راغلي او نه غواړي له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.