د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ۴ پاکستانيو ماین جوړونکو په ګډون، ۱۰ طالبان وژل شوي او د دوی د ماین جوړونې یو کارخانه له منځه وړل شوې ده.
د یادولو وړ ده، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې افغان ځواکونو په غزني ولایت کې د طالبانو د بمونو یوه کارخونه له منځه وړې وه، چې د ۶ بهرنیو په ګډړن یې پکې ۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
وسله والو طالبانو بیا د یادو عملیاتو په تړاو څه نه دي ویلي.