د اسلام کلا د پیښې په تړاو رسمي څیړنې پیل شوې

د اسلام کلا د پیښې په تړاو رسمي څیړنې پیل شوې


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1180

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ له کابل څخه هرات ته لیږل شوي پلاوي د اسلام کلا ګمرک د اورلګیدنې په تړاو خپلې څیړنې پیل کړې.

پیښو ته د رسیده ګۍ په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاالدین جیلاني چې ددغه پلاوي مشري پر غاړه لري وایي چې د یادې پیښې په تړاو د هر اړخیزو څیړنو له بشپړیدو وروسته به زیانمنو شویو سره د مرستو په تړاو پریکړه وشي.

د اسلام کلا په ګمرک کې له اورلګیدنې د ۱۰ ورځو په تیریدو سره، تر اوسه د حکومتي چارواکو له خوا د مالي زیانونو کره شمیرې نه دي شریکې شوي، خو تازه چارواکي وایي چې له څیړنو وروسته به د یادو مالي زیانونو کره شمیر شریک شي.

تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو چې په دغه اورلګیدنه کې شاوخوا زر موټرونه سوځیدلي او زر نور موټر نادرکه شوي.