له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د جاپان هېواد له سفیر، تاکاشي اوکاتا سره کتلي دي.
سرچینه وایي، چې دواړه لوریو په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا او د ډاکټر ناکامورا پر پروژو د دوام بحث او خبرې وکړې.
د سرچینې په حواله، چې ولسمشر غني جاپان د اففانستان پخوانی دوست بللی او دغه راز یې د دغه هېواد له هر اړخیزو همکاریو او نویو ژمنو مننه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې ولسمشر غني د ډاکټر ناکامورا د پروژو په ځانګړي ډول د اوبو مدیریت او کرنې پراختیا په برخو کې د ملاتړ او د تطبیق ډاډ څرګند کړی دی.
سرچینې ویلي، چې په کابل کې د جاپان هېواد سفیر د دغه هېواد پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی.