غني: وروستی تاوتریخوالی سیستماتیک یرغل دی

غني: وروستی تاوتریخوالی سیستماتیک یرغل دی


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1155

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ۴۶ غونډې ته د ویډیويي کنفرانس له لاري وینا کې وویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه پر افغان ټولنې سیستماتیک یرغل دی او هدفي بریدونه یې مخامخ ګوزار وباله.

ولسمشر غني په دې انلاین غونډه کې وویل، د افغانستان د خلکو او افغان حکومت لپاره اساسي بشري حق سوله ده.

غني د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې وویل، هغه څه چې افغانان‌ یې حقدار دي هغه په یو خپلواک، ډموکرات او یو موټي هیواد کې د شخص د ژوند، ازادۍ او امنیت حق دی.

ولسمشر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۴۶مې غونډې ته په وینا کې د افغانستان په اساسي قانون کې د هېواد د وګړو د تضمین شویو بشري حقونو او فردي ازادیو یادونه وکړه او وویل دا مهال د افغانانو تر ۷۰ سلنه لویه برخه چې تر ۳۰ کلنۍ ښکته عمرونه لري، نه ‌یوازې د اساسي بشري حقونو له تصور سره بلد دي، بلکې د اساسي قانون پر بنسټ د ترلاسه کړو حقونو پر مټ له حکومت سره خپل تفاهم او غوښتنې په همدې چوکاټ کې رامخې ته کوي.

نوموړي وویل، دا مهال سولې ته د سیاسي هواري له لارې د رسېدو په برخه کې د تاریخ په یوه نادره شېبه کې دي او په وینا یې افغانان او حکومت‌ یې د دې پرانیستې شیبې د بېړنيتوب درک لري.