د پاکستان سوپرلیګ سیالیو په دوام لاهور دوهمه بریا تر لاسه کړه

د پاکستان سوپرلیګ سیالیو په دوام لاهور دوهمه بریا تر لاسه کړه


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 1158

د پاکستان سوپرلیګ سیالیو په دوام لاهور دوهمه بریا تر لاسه کړه

 

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام نن یوازي یوه لوبه د کویټې او لاهور تر منځ تر سره شوه، په دې لوبه کې لومړی کویټې بېټینګ وکړ په ټاکلو شل اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدا ۱۷۸ منډي جوړي کړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

د کویټې لپاره کریس ګیل ۶۸ او سرفراز احمد بیا ۴۰ منډي وکړې

د لاهور لپاره راشید یوه، او حارث رووف دری ویکټې واخیستې

 

دغه هدف د لاهور لوبډلې د لوبي په ۱۹ م اور کې د یو لوبغاړي په سوځېدو تر لاسه کړ ددوۍ لپاره فخر زمان ۸۲ او محمدحفیظ ۷۳ ناسوځېدلي منډي وکړې .

 

د یادولو وړ ده چې په روانو سیالیو کې لاهور خپلي دواړه لوبي ګټلي او کویټې بیا دواړه بایللي