طالبان له اوږده ځنډ وروسته دسولې خبرو ته راوګرځېدل.

طالبان له اوږده ځنډ وروسته دسولې خبرو ته راوګرځېدل.


  • 3 کاله دمخه (22/02/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1084

د قطر په پلازمېنه دوحه کې دافغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو له ځنډ وروسته بیا ناسته ترسره کړه.

 

دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند نعیم ور‌دګ په خپل ټویټر لیکلي، چې نن ماښام دواړو مذاکراتي پلاوو هیئتونو او ځینو غړو ترمنځ ناسته ترسره شوې ده.

 

نوموړي وړاندې لیکلي، چې په ناسته کې دمذاکراتو پر دوام ټینګار شوی او د اجنډا ترتیب لپاره ټاکل شویو ټیمونو ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

 

دا په دوهم پړاو مذاکراتو کې له ځنډ وروسته لومړۍ ناسته ده، چې د دواړو پلاوو د هیئتونه او غړو ترمنځ ترسره کېږي.

 

دیادونې وړ ده چې د سولې دوهم پړاو مذاکرات هغه وخت له خنډ او ځنډ سره مخامخ شول، چې د جوبایډن حکومت د دوحې تړون دبیا ارزولو غوښتنه وکړه.

 

طالبانو هم دبین الافغاني مذاکراتو پرځای دسیمې او نړۍ هېوادونو ته سفرونه پیل کړل، چې په ظاهره یې کومه مطلوبه پایله نه درلوده.