لوګر کې د نقاشۍ او رسامۍ مینوال زیات شوي

لوګر کې د نقاشۍ او رسامۍ مینوال زیات شوي


  • 3 کاله دمخه (23/02/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1182

د لوګر ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست چارواکي وايي د تیرو څو کلونو په پرتله د لوګر نقاشي او رسامي برخو ته ځانګړې پاملرنه شوې او د همدې هڅو په لړ کې یې د لوګر ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست په انګړ کې څو نندارتونونه پرانیستي.

چارواکي وايي چې په راتلونکي کال کې به د لوګر د نقاشیانو او رسامیانو لپاره څو نندارتونونه جوړوي تر څو دا برخه پیاوړې او نور هم پرمختګ وکړي.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست رئیس عبدالرحمن تسل وايي، په لوګر کې د نقاشانو او رسامانو د لا هڅونې لپاره یې په دغه ولایت کې څو ځله ننداتونونه جوړ کړي او د بازارموندنې لپاره ورته زمینه برابره شوې ده.

مسوولین دغه راز وايي د تیرو کلونو په پرتله په مرکز پل علم کې د مسلکي ښوونکو له لوري د رسامي او نقاشي ښونیز مرکزونه جوړ شوي چې ورسره سم د رسامۍ او نقاشۍ برخو کې د ځونانو لیوالتیا هم ډیره شوې ده.