د طالبانو کوربه ځای ته اتمر ور راون دی

د طالبانو کوربه ځای ته اتمر ور راون دی


  • 3 کاله دمخه (23/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1173

ټاکل شوې، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر به سبا روسیې ته سفر وکړي.

له یاد وزارت څخه یوې باوري سرچیني ویلي، چې حنیف اتمر به هلته څلور ورځې پاتې شي او د روسیې هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره به د افغان سولې پر  پروسه ، ترهګرۍ او مخدره موادو سره د ګډه مبارزې او سیمه ييز اتصال پر سر بحثونه ولري.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته په داسې حال کې سفر کوي، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف په خپلو وروستۍ څرګندونو کې ویلي و، چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره باید یو انتقالي ایتلافي دولت جوړ شي.

تر دې وړاندې بیا د عباس ستانکزي په مشري د دطالبانو یو پلاوی هلته تللی و او د اوسني حکومت پر وړاندې یې ځینې څرګندونې درلودې، چې په کور دننه له جدي غبرګون سره مخ شوې.

 

هغه وخت بیا د کابلوف خبرې د اتمر له لوري غندل شوې وې او دی یې د افغانستان له حالاتو بې خبره بللی و.