هېواد کې د کرونا واکسین د وېش لومړی پړاو پیل شو.

هېواد کې د کرونا واکسین د وېش لومړی پړاو پیل شو.


  • 3 کاله دمخه (23/02/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1057

د هندوستان هېواد لخوا د کرونا ضد ۵۰۰ زره ډوزه مرسته شوي واکسین د تطبیق چارې نن پیل شوې.

 

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر غني سربېره وزیرانو، دولسي او مشرانو جرګې رئیسانو، په افغانستان کې د هند سفیر، خبریالانو او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.

 

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه واکسین به په لومړي سرکې تر ډېره سرتېرو، ډاکترانو او دامنیتي او روغتیایي ادارو نورو کارکوونکو ته ورکول کېږي.

 

ولسمشر غني همداراز زیاته کړې، چې حکومت یې دکرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې بریالی و او پر وینا یې دوی د کرونا له امله رامنځته شوی وضیعت په ښه ډول مدیریت کړ. 

 

نوموړي له هند هېواد څخه هم مننه کړې، چې په سختو شرایطو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

 

د هند سفیر په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی افغانستان ته په لومړۍ مرحله کې پنځه سوه زره ډوزه واکسین مرسته وکړه، چې د دې ویروس په لمنځه وړلو کې به له افغانستان سره خپلو مرستو دوام ورکوي.

 

باید یاده شي، چې یاد واکسین په لومړي ځل یوې خبریالې ته تطبیق شو.