افغان ځواکونو دوه ولایتونو کې ۱۸ طالبان وژلي دي.

افغان ځواکونو دوه ولایتونو کې ۱۸ طالبان وژلي دي.


  • 6 ورځي دمخه (23/02/2021)
  • خالد سهار
  • 31

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په دوه ولایتونو هلمند او کندهار کې ۱۸ طالبان وژل شوي او د یادې ډلې یو شمېر وسلې او مهات هم له منځه تللي دي.

 

له ملي دفاع وزات څخه په دوه خبر پاڼو کې راغلي، چې تېره ورځ افغان امنیتي ځواکونو د هلمند په نهرالسراج ولسوالي کې پر طالبانو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۸ تنه وژل شوي او د یادې ډلې یوه اندازه وسلې او مهات هم له منځه تللي دي.

 

په ورته مهال بیا د یاد وزارت د خبر پاڼې له مخې نن سهار افغان ځواکونو د کندهار ولایت په  ارغنداب، پنجوايي او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۱۰ طالبان وژلي او همداشان یې د یادې ډلې، د چاودېدونکو توکو یوه ډېپو له منځه وړې ده.

 

باید یاده شي، په کور دننه د جګړو له شدت سره ـ سره په قطر کې د طالبانو پلاوي د سولې خبرې شاوخوا ۵ اوونۍ ځنډولې وې.