طالبانو ۹ ولسي پاڅون کوونکي ووژل

طالبانو ۹ ولسي پاڅون کوونکي ووژل


  • 6 ورځي دمخه (23/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 34

د لوګر ولایت امنیتي سرچینې وايي،  چې د یاد ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۹ پاڅون کوونکي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
سرچینه وایي، دغه پېښه د مرکز پل علم اړوند حصارک سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
ویل کیږي دغه برید د طالبانو د یو نفوذي کس له خوا ترسره شوی او د طالبانو له خوا د یادې پوستې د سقوط رپوټونه هم ورکړل شوي.
عیني شاهدان بیا وایي، چې په سیمه کې د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ دوه ساعته نښته هم شوې ده.