ازبکستان له افغانستان سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې اوهکارۍ زیاتوي.

ازبکستان له افغانستان سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې اوهکارۍ زیاتوي.


  • 6 ورځي دمخه (23/02/2021)
  • خالد سهار
  • 23

د ملي امنيت شورا سلاکار، ډاکټر حمدالله محب نن د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزيز کاملوف سره کتلي دي.

 

د ملي امنیت شورا دفتر څخه په خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه‌ اړخيزو موضوعاتو خبرې وکړې.

 

یاد دفتر ویلي، چې په کتنه کې هوکړه شوې، چې د امنيت، پيوستون، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې به همکارۍ زیاتې کړي.

 

د ملی امنیت شورا دفتر زیاته کړې، چې دغه راز په کتنه کې ویل شوي، چې افغانستان او ازبکستان به له تروريستي تهديدونو، افراطيت او د نشه‌ يي توکو له سوداګرۍ سره په ګډه مبارزه او همکاري وکړي.