دفاع وزارت: افغان ځواکونه د هېواد په ۹۰ سلنه خاوره واک لري.

دفاع وزارت: افغان ځواکونه د هېواد په ۹۰ سلنه خاوره واک لري.


  • 3 کاله دمخه (23/02/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1130

افغان امنیتي ځواکونه د هېواد په نوي سلنه خاوره واک لري او هیچاته د دې اجازه نه ورکوي، چې په یادو سیمو کې د پردیو اجنډا پلې کړي. 

 

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وایي، افغان ځواکونه د هېواد په ۹۰ سلنه خاوره حاکمیت لري او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

 

نوموړي ملت ته دحساب ورکولو پر مهال ویلي،  چې ۹۷ سلنه نظامي عملیات افغان ځواکونه ترسره کوي.

 

ښاغلي میاخېل زیاته کړې، چې د طالب بندیانو په خلاصون سره تمه دا وه، چې طالبان به تاوتریخوالی راټیټ کړي؛ خو له بده مرغه داسې ونه شول.

 

د میاخېل په خبره دسولې په روانو خبرو کې به په افغان ځواکونو هیڅ ډول معامله ونه شي.

 

نوموړی یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو طالبان د افغانستان په زیاته برخه حاکم بللي وو.