طالبانو سره پر څلورو ټکو هوکړه شوې

طالبانو سره پر څلورو ټکو هوکړه شوې


  • 3 کاله دمخه (23/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 990

تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ له لیدنې وروسته، تازه په کابل کې د افغان دولت د مذاکراتي ټیم یو غړی رسول طالب وايي، چې د سولې خبرو د دوام لپاره له طالبانو سره پر څلورو ټکو هوکړه شوې.
نوموړی وایي له یادو څلورو ټکو یو یې هم جمهوریت او هغه ډاډمنې ټاکنې، چې د سولې او امن په فضا کې ترسره کیږي.
نوموړي دغه څرګندونې کابل کې یوې خبري غونډې کړي  او ویلي یې دي، چې  داوړه لوریو دا منلې چې د افغانستان د خلکو غوښتنې به د سولې د خبرو د دوام لپاره یو اساسي مسئله وي.
رسول طالب داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې  له شاوخوا ۳۶ ورځني ځنډ وروسته افغان او طالب مرکچي پلاوي تېره ورځ یو ځل بیا دوحه کې د خبرو میز ته کښیناستل.
له دې سره هم مهال د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي، په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره، د روان تاوتریخوالي او د سولې په خبرو کې د چټکتیا پر موضوعاتو بحث کړی او دواړو لوریو د سولې برخه کې رامنځته شوی فرصت د سولې د ټینګښت لپاره مهم بللی.