د بغلان د خبریالانو د ټولنې پخوانی رییس او د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوي د ناپيژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.
د بغلان امنیتي سرچینې وايي ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوي نن مازدیګر هغه مهال د د مرکزي بغلان ولسوالۍ په سرک پنج سیمه د وسله والو کسانو له خوا چې ویل کیږي طالبان وو په ډزو ووژل شو چې له مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه پلخمري ښار ته روان وو.
د سرچینې په وینا وسله والو لومړی نرمګوي له موټره راښکته کړی او بیا په ډزو وژلی دی.
د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو ادارو د غړو زنجیري وژنو له څو میاشتو راهیسې زور اخیستی او تر اوسه په هیواد کې ۸ خبریالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې ددې وضعیت دوام خبریالان اندیښمن کړي او ځينو خپلې دندې پریښي او له هیواده بهر شوي.
نی يا د خبریالانو د ملاتړ اداره د بغلان له امنیتي او محلي ادارو غواړي چې ددغې پيښې عاملین ونیسي او په سزا یې ورسوي.