زلمو بریا تر لاسه کړه

زلمو بریا تر لاسه کړه


  • 3 کاله دمخه (24/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 1207

زلمو بریا تر لاسه کړه

 

د پاکستان سوپرلیګ سیالیو په دوام تېره شپه پېښور زلمي له ملتان سلطان سره مخ شول.

په دې لوبه کې ملتان لومړی بېټینګ وکړ چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د جیمز وینز د ۸۴ ریلي روزو ۳۶ او محمد رضوان د ۴۱ منډو په مټ د زلمو لوبډلې ته د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ،  د زلمو لپاره ثاقب محمود ۲ محمد عرفان او محمد عمران یوه یوه ویکټ تر لاسه کړه.

 

دغه هدف د پېښور زلمو لوبډلې د لوبي په ۱۹ اورونو کې د ټام کولر د ۵۳ او امام الحق د ۴۸ منډو په مټ تر لاسه کړ او روانو سیالیو کې یې له یوې ماتي وروسته بریا تر لاسه کړه.

 

د یادوني وړ ده چې ددې سیالیو په دوام به نن کراچۍ کینګز له اسلام اباد یونایټيډ سره مخ شي.