طالبان: که امریکا پاتې شي، جګړې به نورې هم تېزې کړو.

طالبان: که امریکا پاتې شي، جګړې به نورې هم تېزې کړو.


  • 3 کاله دمخه (24/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1157

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، ډاکټر نعیم وردګ تازه له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن باید د دوحې پر تړون عمل وکړي او خپل ځواکونه وباسي.

 

نعیم وردګ ویلي، که امریکا تر می میاشتې پورې خپل ځواکونه له افغانتسان څخه ونه باسي، نو په خبره یې ښایي دا چاره بین الافغاني مذاکراتو پروسې ته زیان ورسوي. 

 

نوموړي په خپله مرکه کې ویلي، چې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هیله یې څرګنده کړې، چې امریکا هم باید له یاد تړون څخه سر غړونه ونه کړي.

 

باید یاده شي وروسته له هغې، چې د بایډن ادارې طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې وبلل، دغې ډلې امریکا ته د پاک نیت ښودو په پلمه ځېنې پرېکړې ترسره کړې.

 

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له لوري بایډن ته په یو سرخلاصي لیک کې د ښځو حقونه منل، یوه اونۍ وړاندې د تاریخي ابداتو د ساتنې پرېکړه او بیګا شپه د طالبانو له لوري په یوه اعلامیه کې په خپلو ډلو کې د بهرنیو سرتېرو نه منل هغه پرېکړې دي، چې غواړي ځان د دوحې تړون ته ژمن وښيي.