دبشري حقونو خپلواک کمیسون: په هېواد کې لا هم د ۲۵ سلنه ماشومانو ژوند تریخ دی.

دبشري حقونو خپلواک کمیسون: په هېواد کې لا هم د ۲۵ سلنه ماشومانو ژوند تریخ دی.


  • 3 کاله دمخه (24/02/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1153

په افغانستان کې روانو جګړو، فقر، بې کارۍ د ټولنې دنورو قشرونو سربېره زرګونه ماشومان هم اغېزمن کړي دي.

 

تازه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، سره له دې چې په جګړو کې د تېرو کلونو په پرتله د ماشومانو تلفات کم شوي دي، خو بیا هم د هغو ماشومانو شمېر ۲۵ سلنې ته رسېدلی چې په بحراني وضعیت کې ژوند کوي.

 

د بشري حقونو کمېسیون زیاتوي، د هغو ماشومانو شمېر هم ۱۶ سلنې ته رسېدلی چې زده کړو او ښوونځیو ته لاسرسی نه لري. دغه کمېسیون روانې جګړې د ماشومانو لپاره خورا خطرناکې بولي او له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې د جګړې پرځای پر سوله تمرکز ډېر کړي او د ماشومانو د خوندیتوب او ښه ژوند لپاره دې زمینه برابره کړي.

 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې روانو جګړو او ناخوالو د ماشومانو په ګډون د ډېری وګړو ژوند تریخ کړی دی.