اردوغان غربي هېوادونه د ترورېزم په ملاتړ تورن کړل.

اردوغان غربي هېوادونه د ترورېزم په ملاتړ تورن کړل.


  • 3 کاله دمخه (24/02/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1160

په اوسنۍ نړۍ کې بېلا بېل هېوادونه د خپلو ملي ګټو او نیابتي جګړې لپاره له ترهګریزو ډلو او سازمانونو ملاتړ کوي او بېلا بېلې وسله والې ډلې له دغو هېوادونو مرستې ترلاسه کوي.

 

تازه د ترکې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د امریکا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه د ترهګرو ملاتړ کوي. 

 

هغه زیاته کړې چې دغه هېوادونه دهغو وسلوالو ملاتړ کوي چې د ترکیې دولت په خلاف جنګېږي.

 

نوموړې څرګنده کړې چې دوی به په هیڅ صورت د خپلې خاورې دفاع لپاره په ترکیه کې دننه او د باندې عملیات ونه دروي، ځکه د ترکیي امنیت د دوی سره کرښه ده او هغه څوک چې د ترهګرو ملاتړ کوي هغوی سره به هم د ترهګرو په څېر چلند وکړي.

 

د ترکیې ولسمشر دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې څه موده وړاندې د عراق په شمال کې د پې، کې،کې وسله والو په لاس د وژل شویو هغو ترکي وګړو مړي وموندل شول، چې څو میاشتې وړاندې د ترکیې له سرحدي سیمو څخه تښتول شوي وو.