په امریکا کې د نوي حکومت تر راتګ وړاندې باور دا و، چې دټرمپ حکومت د دوحې په هوکړه کې طالبانو ته زیات امتیازات ورکړي او افغان حکومت په کې څنډې ته شوی دی.
تازه دبروکینګز څېړنیز مرکز تحلیلګر مایکل اوهالن، پخپله یوه مرکه کې ویلي، چې دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې اوسنۍ هوکړه ناقصه ده او طالبانو هم پرخپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
دده په وینا بین الافغاني مذاکرات، د تاوتریخوالي کموالی او له القاعده شبکې سره داړیکو پرېکول د دغې هوکړې مهم موارد وو، چې تر ډېره نه دي عملي شوي.
د اوهالن په وینا طالبان له افغان حکومت سره په خبرو کې هیڅ راز نرمښت نه ښي او همدا راز عملاً یې جګړې ډېرې کړې دي؛ نو له همدې کبله دسولې خبرې سړې پرمخ روانې دي.
دده په خبره همدې مواردو ته په کتو امریکایي حکومت ښایي دا هوکړه تعدیل او یا یي په بشپړه توګه منحل کړي، ځکه ګټې یواځې طالبانو ته ده او جګړې یې نه دي کمې کړې.
د دوحې دهوکړې دتعدیل او منحل په اړه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې دبایډن اداره د دې هوکړې په ارزولو بوخته ده، چې ښایي تعدیلات په کې راولي او مواد یې بدل کړي.