افغان ځواکونو په غزني کې ۳۲طالبان وژلي.

افغان ځواکونو په غزني کې ۳۲طالبان وژلي.


  • 1 کال دمخه (25/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 612

افغان امنیتي ځواکونو د غزني په اندړ ولسوالي کې ۳۲ طالبان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.

 

له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د غزني د اندړ ولسوالي په وړې ارزو او غټې ارزو سیمه کې، د عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو طالبانو سره نښته رامنځ ته شوې، چې په پایله کې یې ۳۲ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

 

په خبر پاڼه کې همداشان راغلي، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو له بمونو ډک موټر او یو شمېر وسلې او مهات  هم له منځه تللي دي.