ولسمشر غني: غصب تاریخ نه لري؛ غاصیبن د راتلونکي نسل غله دي.

ولسمشر غني: غصب تاریخ نه لري؛ غاصیبن د راتلونکي نسل غله دي.


  • 3 کاله دمخه (25/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1153

غصب تاریخ نه لري او د دولتي املاکو هر غصب چې شوی د دین او د افغانستان د قوانینو پر اساس باید بېرته وګرځول شي. 

 

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، غاصیبن د افغانستان د راتلونکي نسل غله دی او هیچاته به اجازه ورنکړي، چې دولتي ځمکې غصب کړي.

 

نوموړي نن د دولت د قضایاوو ملي کنفرانس په وروستۍ ورځ وویل، چې په خپل ټول توان به هڅه وکړي، چې غصب شوې ځمکې د اسلام او اساسي قانون په رڼا کې بېرته راوګرځوي.

 

ولسمشر غني همداشان زیاته کړې، چې دولتي املاک د افغانستان د انکشاف راتلونکی تامینوي او د غصب هره قضیه په جدي ډول څارل کېږي او په واضح او اساسي ډول به بېرته ګرځول کېږي.

 

باید یاده شي، چې اوس مهال د هېواد ګڼ شمېر زراعتي او غیر زراعتي ځمکې د خلکو له لوري غصب شوي، چې په دې وروستیو کې یې د بېرته اخیستنې پروسته چټکه شوې.