طالبان: مونږ ژمن یو؛ امریکا باید ژمنه پاتې شي

طالبان: مونږ ژمن یو؛ امریکا باید ژمنه پاتې شي


  • 3 کاله دمخه (26/02/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 1090

دافغان او امریکایي چارواکو د ادعاوو په ځواب کې، چې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي، تازه طالبانو ویلي چې دوی یادې هوکړې ته ژمنتیا ښودلې ده.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ور‌دګ وایي، دغه ډله له امریکا سره دسولې د تړون ژمنو ته وفاداره ده او له هغې نه یې سرغړونه، نه ده کړې او ورته ژمن دي.

نوموړي په یوې مرکه ویلي، چې دامریکا او طالبانو په توافقنامه کې راغلي چې دافغانستان له خاورې به دهیڅ یو هېواد پر ضد استفاده نه کېږي او دهغه په وینا طالبان همدې اصل ته پابند دي او تر اوسه یې داسې څه نه دي کړي.

ډاکتر نعیم دغه راز په افغانستان کې په هدفي وژنو کې د دې ډلې لاس لرل رد کړي دي. نعیم وایي چې په تېر یو کال کې طالبانو تاوتریخوالی راکم کړی دی.

هغه ادعا کوي چې طالبانو د دوحې تړون تر لاس لیک وروسته دافغانستان د ولسوالیو او ولایتونو دسقوط لپاره خپل بریدونه درولي دي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې افغان او امریکايي چارواکي ادعا کوي، چې طالبان دالقاعده شبکې په ګډون دتروریستي ډلو سره د اړیکو په شلولو، دتاوتریخوالي په کمولو او دبین الافغاني مذاکراتو په هکله پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي.