بلېنکن: د ایران ظلم اندېښمن کړی یم.

بلېنکن: د ایران ظلم اندېښمن کړی یم.


  • 3 کاله دمخه (26/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1053

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې، ایران کې د انټرنېټ د پرې کېدو او له اعتراض کوونکو سره د زور زیاتي په اړه اندېښمن دی. بلنکین زیاته کړې، چې دوی له ایران څخه د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په اړه پر خپلو ژمنو د درېدو غوښتنه کوي.

 

 راپورونه وایي، چې د ایران په سراوان بندري ښار کې روانه اوونۍ د تېلو د لېږدوونکو او موټر چلوونکو اعتراض له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بدل شوی، چې پایله کې لس بلوچیان وژل شي او او ګڼ شمېر نور یې ټپیان دي.

 

بلوچ اوسېدونکو بیا ویلي، چې ایران ورسره نه هېرېدونکی زیاتی کړی او نړېوالې ټولنې باید په دې اړه چوپې پاتې نه شي.