اتمر: که طالبان دسولې خبرو ته ژمن پاتې شي، موږ ژمن یو.

اتمر: که طالبان دسولې خبرو ته ژمن پاتې شي، موږ ژمن یو.


  • 3 کاله دمخه (26/02/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1232

د سیمې او نړۍ هېوادونو ته دطالبانو او افغان حکومت دسفرونو پر دوام دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر روسیې ته تللی دی.

 

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، د افغانستان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی او که طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د خلکو ارادې ته غاړه کېږدي، نو هېواد کې به تلپاتې سولې ته په رسېدو کې هیڅ خنډ پاتې نه شي.

 

اتمر روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د مسکو د بهرنیو اړیکو نړیوال انسټیټیوټ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه او داقتصادي همکاریو په پراخېدو کې د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ لپاره لارې هوارولو ته ژمن دی او دې برخه کې د روسیې مهم رول ته درناوی لري.

 

د افغان حکومت دغه چارواکی په داسې حال دغه څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې په دوحه کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ، خپل لوری د دوحې هوکړې ته ژمن بللی وو.