پاچا هوس وكړ چې د سهار ډوډۍ د ښار په يوه كافي كې وخوري. له باچهي ماڼۍ راووت، د بازار د منځ يوې وړې كافي ته ورغى، فرمايش يې وركړ چې هګۍ ورته پخه كړي.
كافي والا هګۍ پخه كړه، د كافي په وړوكي، خيرن مېز يې د باچا مخ ته كېښوده او ډېر عذر يې وغوښت چې ډوډۍ، لوښي او وسايل يې د باچا لياقت نه لري.
د سباناري له كولو وروسته پاچا كافي والا ته وويل چې پيسې يې څو شوې ؟
كافي والا وويل: صاحب، زر طلاوې.
پاچا پوښتنه وكړه: هګۍ اوس دومره كم يافته دي چې دانه په زر طلا ده؟
كافي والا وويل: صاحب، هګۍ ، پيدا كېږي ، د اعلى حضرت راتګ نه پيدا كېږي