چا چې په هېواد کې د نظام او پوځ د نشتوالي خلا لیدلې وي ، هغه د دې دوو مهمو او حیاتي ضرورتونو پر اهمیت تر هر چا ښه پوهېږي. نو ځکه خو د نظام او پوځ د ړنګونې تجربه باید هېڅکله بیا تکرار نه شي او هېچا ته باید د دې مجال او اجازه ور نه کړای شي چې د خپلو او پردیو د سیاسي غرضونو او مرضونو لپاره تېره ترخه تجربه یو ځل بیا تکرار کړي.
په تېرو شلو کلونو کې د ګاونډیانو او کورنیو مغرضو عناصرو له مداخلو سره سره ملي پوځ تر یوه حده غوړېدلی، له شکلي پلوه یې پاموړ پرمختک کړی ، ملي انګېزه او سلیقه یې هم ورو ورو تر ګاونډیو ښه کېږي ، خو د وسلې او مهماتو له پلوه لا هم نور او پر ځان بسیا مزله ته اړتیا لري.د بن تر کنفرانس وروسته پاکستان په متواتر ډول له امریکایانو او نړیوالو دا غوښتنه کوله چې د افغانستان پوځ باید تر هغه حده پیاوړی نه شي چې په سیمه کې د پاکستان د سیالۍ جوګه شي او یا د دوی برلاسی وننګوي ، نو په همدې خاطر یې له امریکا سره خپله همکاري په دې پورې وتړله چې افغانستان ته به عصري جنګي الوتکې ، درانه توپونه او ټانکونه نه ورکوي. افغان واکمن چارواکي چې دا مهال تر ډېره کچه له تنظیمي عناصرو او مفسدینو جوړ وو ، د دې جوګه نه شول چې نړۍ ته قناعت ورکړي او خپل پوځ غښتلی کړي ، دوی د پوځ د ځواکمنۍ پر ځای د پوځ د کمزورتیا سبب شول ؛ د جهاد او مقاومت په نامه یې پوځ ته نوي مکروبونه ور داخل کړل ؛ چا د پوځ تېل غلا کړل، چا البسه ، چا وسله او چا هم د پوځ د سرتېرو ډوډۍ په بډه ووهله ، د پوځ مشرتابه د جهاد او مقاومت په نامه تر ډېره بریده د جمعیت او نظار شورا تر انحصار لاندې راغی.د ډاکتر غني له واکمنۍ سره سم په پوځ کې یو څه سمون راغی ، خو لا هم ډېر نور سمون ته اړتیا ده ، اوس لا هم د ملي پوځ پر موټرو د تنظیمي لنډغرو مشرانو تصویرونه راځوړند دي، دا انځورونه به ځینو غوړه مالانو ته عادي خبره ښکاري ، خو دا سرسري موضوع نه ده ، دا په پوځ کې د همدغو عناصرو د اغېز ښکارندویي کوي. اوس د هېواد پوځ نه یوازې له طالبانو او نورو دولت مخالفو ځواکونو سره مخ دی ، بلکې په داخل کې له یو داسې سیاسي سرطان سره هم مخ دی ، چې تر هغه بهرني مخالفه څو ځله خطرناک دی.
اوس نو که څوک رښتیا هم د هېواد پر پوځ دردېږي ، د دې پوځ د بقا او هېواد ته یې د درملنې او اړتیا تر ټولو غوره لاره دا ده چې پوځ باید په بشپړ ډول له سیاسي مکروبونو وژغورل شي، پوځ کې نه د جمعیت ، نه د وحدت ، نه د اتحاد ، نه د حزب ، نه د خلق او پرجم ، نه د طالب او نه هم د نورو تنظیمونو لېوالو عناصرو ته اړتیا شته او نه هم د هغوی افکارو ته . لکه څنګه چې ځینو ته د پوځ پر موټرو د حکمتیار ، ملا عمر، حقاني او نور تنظیمي مشرانو د عکسونو لګول یوه لویه ګناه او خطا ښکاري ، همداسې بیا د مسعود ، رباني ، مزاري او دوستم پالنه او د ملي پوځ پر وسایطو د هغو د تصویرونو نصب هم لویه ګناه او خطا ده . اوس خو دردونکی حالت دا دی چې یو شمېر پخوانیو جنګسالارانو د همدې ملي پوځ د بې درېغه قربانیو پر اوږه توپک ایښي او خپلو سیاسي مخالفینو سره د حساب تصفیه کول غواړي. دا پوځ به هغه وخت د خلکو باور او ملاتړ راخپل کړي لکه څنګه چې د نظام مخالف ؛ طالب پسې الوتکې پورته کوي او تر وروستي حده قهریه قوه کاروي ، دغسې د نظام د نورو نظام خورو مخالفانو ، جمعیتي ، جنبشي او وحدتي عناصرو ، عطا ، قیصاري، ، دوستم ، محقق ، علیپور، شجاعي او نورو پر ضد هم ورته قهریه قوه وکاروي. ځینې به دا پلمه وکړي چې دوی خو ګنې د نظام مخالف نه دي . زه فکر کوم چې د نظام تر ټولو اساسي مخالفین همدغه عناصر دي؛ هم نظام خوري او هم نظام تخریبوي او یوه ورځ هم چې د حکومت له امتیازه بې برخې شي تر طالبه زیات د وسلوال بغاوت ګواښ کوي.
ښه لاره همدا ده چې د هېواد ملي پوځ په بشپړ ډول ملي شي، له تنظیمي اسارته او مرضونو وژغورل شي، قربانۍ یې د سیاسي جوارګرو او معامله ګرو خورجین ته لاړې نه شي او یو ځل بیا تېره ترخه تحربه تکرار نه شي.
ملي عناصرو ته په کار دي چې د پوځ د قربانۍ د قدردانۍ تر څنګ په دې لاره کې هم هڅه وکړي چې زموږ ملي پوځ د کلمې په اساسي او بشړه مانا ملي ، غښتلی او پیاوړی شي. ملي پوځ د هېواد د ځمکنۍ بشبړتیا اساسي ضامن دی، سیاستوال د اوبو ځګ دی ، د سترګو په رپ کې پیدا او فناه دي، نو راځئ د اوبو ځګ لپاره خپله نوش دارو له لاسه مه ورکوئ ، ملي پوځ یو ملت او هېواد ته د ورپېښو مرضونو او خطرونو لپاره سپر او درمل دی.د هېواد د ملي پوځ د لا پیاړوتیا ، سمون او پرمخیون په هیله.