یوسف پټان ۳۸ کلن دی خو استعفا یې وکړه.

یوسف پټان ۳۸ کلن دی خو استعفا یې وکړه.


  • 3 کاله دمخه (27/02/2021)
  • جعفر هاند
  • 1126

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي یوسف پټان هم له هر ډول نړیوال کرکټ سره خدای په اماني وکړه. ده نن جمعه فبروري ۲۶ (کب۸) استعفی اعلان کړه. 

یوسف پټان ۳۸ کلن دی خو استعفا یې وکړه. 

د استعفا دلایل یې شاید نور هم وي، خو ظاهرآ د هند ملي ټیم ته د ورتګ قوي، «عادلانه» سالم رقابت، د مستعدو ځوانانو موجودیت او د عمر زیاتوالی یې عمده علتونه وي. کرکټ د وطنپالنې، استعداد، زحمت، اخلاص او ورځې لوبه ده. عمر او فټنس یې مهم شرطونه دي.

یوسف پټان د عرفان پټان ورور دی. څه باندې دوه کاله مخکې عرفان پټان هم استعفا وکړه. د یو سپینږیري پښتون ملا دا دوه زامن د هند د ملي لوبډلې دوه مسلمان پښتانه لوبغاړي وو. په خپل وخت او خپل ځای د هند ملي لوبډلې کې د دوی موجودیت په سیاسي، ملي او اجتماعي لحاظ د هند لپاره ډېر ګټور و. د دوی په موجودیت کې د هند ډېرو مسلمانانو او پښتنو، چې هلته اقلیت دي، د هند په ملي ټیم کې خپل ځانونه لیدل. 

یوسف پټان تیز توپ وهونکی او ورو توپ اچوونکی و. دی د هند په هغه ټیم کې و چې دوه نړیوال جامونه یې وګټل. په آی پي ال کې هم د دوی لوبډلې دوه ځلې اتلولي وګټله. ده د سنرایزر حیدراباد په ټیم کې له راشد او نبي سره هم یو ځای لوبه وکړه. 

هغه د هند لپاره وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۲ کې وکړه. په یوې ورځنیو لوبو کې یې دوې سلیزې کړي دي.  

دوی دواړو وروڼو داسې استعفا وکړه چې نه یې په میدان کې ورته د خدای په اماني پروګرام جوړ کړ او نه یې ورته د خدای په اماني لپاره د وروستۍ لوبې چانس ورکړ. عرفان پټان دا څو میاشتې مخکې د لانکا په تجارتي لیګ هم ولوبېده. 

زموږ ځینې افغان لوبغاړي چې شاید په عمر کې د یوسف پټان همزولي او یا ترې مشران هم وي، استعفا هم نکوي او د مستعدو ځوانانو ځای یې هم نیولی دی. ځینې خو یې ټېنګار کوي چې باید د یوې لوبې چانس ورکړل شي چې په میدان کې خدای په اماني وکړي!

په هر حال، یوسف پټان د استعفا په وروستۍ جمله کې ویلي دي چې آینده کې به هم خپل مینه وال خوشحال ساتي. شاید دا اشاره یې ورکړې وي چې د هند د ملي لوبډلې له قراراد څخه ووت او اوس به د نړۍ هر تجارتي لیګ کې لوبیږي.