ددې سیالیو لپاره د ویسټ انډیز کرکټ بورډ خپلې لوبډلې علان کړې

ددې سیالیو لپاره د ویسټ انډیز کرکټ بورډ خپلې لوبډلې علان کړې


  • 6 مياشتي دمخه (27/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 237

ویسټ انډیز کرکټ بورډ د سریلانکا په وړاندي د پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله علان کړه

 

 

ټاکل شوې چې په را روانه مارچ میاشت کې به د ویسټ انډیز او سریلانکا تر منځ د دری پنځوس اوریزو،دری شل اوریزو او دوو ټېسټ سیالیو لړۍ تر سره شي.

چې ددې سیالیو لپاره د ویسټ انډیز کرکټ بورډ خپلې لوبډلې علان کړې

چې شل اوریزي سیالۍ به د مارچ په دریمه،پنځمه او اومه نېټه تر سره شي.

پنځوس اوریزي سیالۍ به د مارچ په لسمه ، دوولسمه او څوار لسمه نېټه تر سره شي.

 

د شل اوریزو لوبو په علان شوې لوبډله کې:

کېرون پولارډ(کېپتان)،نېکولاس پوران،فبین الین،ډېون براوو،فېډل ایډوارډس،انډري فلېچر،کریس ګیل،جاسن هولډر،اکیل حسین،اېون لیوز،اوبید مککی،رومان پاوول،لینډل سایمنز او او کېون سینکلار شامل دي.

 

د پنځوس اوریزو لوبو په علان شوې لوبډله کې:

کېرون پولارډ (کېپتان)،شای هوپ،فبین الین،ډېرن براوو،جاسن هولډر،اکیل حسین،الزاري جوسیپ،اېون لیوز،کایل مایرز،جاسن محمد،نېکولاس پوران،روماریو شيپرډ او او کېون سینکلر شامل دي.

 

د یادوني وړ ده چې د ټېسټ لوبو لپاره به وروسته لوبډله علان شي