پاکستان: امریکا دې د سولې پر هوکړې بیا کتنه چټکه کړي

پاکستان: امریکا دې د سولې پر هوکړې بیا کتنه چټکه کړي


  • 3 کاله دمخه (27/02/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 1042

دشاوخوا پنځه اونۍ ځند وروسته دسولې خبرې یو ځل بیا پیل او ورسره جوخت دسولې په اړه بحثونه تاوده شوي دي، چې دافغانانو سربېره دسیمې او نړۍ پام یې هم ځانته اړولی دی.

تازه پاکستان ویلي دي، چې امریکا دې ژر تر ژره دسولې پر هوکړه بیا کتنه پای ته ورسوي. دافغانستان لپاره دپاکستان سفیر منصور احمد خان په پاکستان کې په یو څېړنیز انسټیټیوټ کې دخبرو پرمهال ویلي، پاکستان ددې ملاتړی دی چې امریکا دې په خلاصو سترګو او په پوره دقت دافغانستان په اړه پرېکړه وکړي، خو ددې ترڅنګ د دې اړتیا ده چې دسولې هوکړې بیا کتنې پروسه دې چټکه شي.

دده پر وینا، څومره ژر چې امریکا خپل دریځ روښانه کړي دومره ژر به بین الافغاني خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.

هغه ویلي پاکستان ددې ملاتړی نه دی، چې امریکا په بېړنۍ توګه خپل سرتېري وباسي، ځکه په دې پرېکړه کې دقت ته اړتیا ده.

دغه پاکستاني دیپلومات یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هېواد یې دافغانستان سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې همکاري کوي.

په افغانستان کې دپاکستان سفیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې افغانان دافغان سولې په برخه کې دپاکستان له کړو ژمنو او هڅو خوښ نه دي.